د بغلان والي له یوناما سره د اقتصادي همکاریو او بیارغونې پر دوام خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د سیاسي چارو مشر، سکات سمیت، د طالبانو له لوري ټاکل شوي د بغلان له والي، مولوي عبدالرحمن حقاني سره په یوه لیدنه کې د دغه ولایت د بیارغونې او پراختیايي پروژو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.
د والي د دفتر د ویاند له خوا خپاره شوي رسمي معلومات ښيي چې یوناما ژمنه کړې ده چې د بغلان په ولایت کې به د کرنې، روغتیا، صنعت او ټولنیزو خدماتو په برخو کې همکاری کوي. همداراز ویل شوي چې د بغلان د اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې به له دې لارې اړوندو نړیوالو ادارو ته لیږدول کېږي.
سکات سمیت ویلي، سره له دې چې د یوناما سیمهییز دفتر په بغلان کې تړل شوی، خو دا ولایت لا هم د بلخ ولایت له لارې د یوناما د شمال زون تر پوښښ لاندې پاتې دی. هغه زیاته کړې، هڅې روانې دي تر څو نور نړیوال ملاتړ جذب شي، په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو کمولو او زیانمنو شویو سیمو ته د رسیدګۍ په موخه.
د بغلان والي د ملګرو ملتونو له ملاتړ مننه وکړه او ادعا یې وکړه چې په دې ولایت کې د پرمختیايي پروژو د تطبیق لپاره لازم شرایط برابر دي. هغه له نړیوالې ټولنې څخه د مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د طالبانو تر ادارې لاندې سیمهییزه اداره چمتو ده چې له یوناما سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له هغه وروسته چې طالبان بیا واک ته ورسیدل، ډېرو نړیوالو ادارو په مختلفو ولایتونو کې خپل فعالیتونه یا محدود کړي او یا هم بشپړ بند کړي دي. د بغلان په څېر ولایتونو کې د خلکو لپاره د پراختیایي او بشري خدماتو کمېدل او د سیمهییزې ادارې د شفافیت نشتون د اوسنیو عمده اندېښنو له ډلې څخه ګڼل کېږي.




