د سعودي عربستان نوې مرستې د بلخ زلزلهځپلو ته ووېشل شوې

د سعودي عربستان سفارت په کابل کې د چهارشنبې په ورځ، د لړم ۲۸ مه، اعلان وکړ چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له زلزلهځپلو سره د بشري مرستو نوې بسته د بلخ ولایت اړمنو ته وېشلې ده. د یاد سفارت د معلوماتو له مخې، دا مرستې ۳۰۰ د خوراکي توکو سبدونه او ۳۰۰ د خرما کارتُنه وو، چې د زلزلهځپلو کورنیو لپاره برابرې شوې وې.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه مرسته د «بیړني غبرګون د پروژې» برخه ده، چې د افغان سرې میاشتې ټولنې په مرسته د مزارشریف ښار اړمنو ته رسېدلې ده.
د ملک سلمان مرکز په تېرو میاشتو کې څو پړاوه مرستې د هېواد ختیځو او شمالي سیمو زلزلهځپلو ته برابرې کړې دي، او د دغه مرکز مسؤلین وايي، چې د ژمي د سړې هوا او د ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستنېدونکو کډوالو له امله به د مرستو لېږد ته دوام ورکړي.
سره له دې چې په شمالي سیمو کې بشري بحران دوام لري، د طالبانو اداره نه یوازې د زلزلهځپلو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو توان نه لري، بلکې د نړیوالو مرستهیونکو سازمانونو او خیریه بنسټونو فعالیتونه یې هم له محدودیت سره مخ کړي دي. د دغو سیمو ځپل شوي اوسېدونکي د حاکمې ادارې له خوا پراخ ملاتړ نهشتوالي څخه شکایت کوي. د بهرنیو هېوادونو مرستو ته تکراري اړتيا د ملي بحرانونو پر وړاندې د طالبانو ادارې کمزوري جوړښت او ناتوانۍ لا روښانه کوي.




