په هرات کې د زعفران گل فستیوال د هیلو او اندېښنو تر سیوري لاندې پیل شو

په هرات ولایت کې د زعفران د ګل لسم جشنواره پیل شوې چې ټاکل شوې ده درې ورځې دوام ومومي. په دې فستیوال کې ۸۲ شرکتونه چې د زعفران د تولید او پروسس په برخه کې فعالیت کوي، خپلې تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي. دا برنامه یوه ښه موقعه ګڼل کېږي څو د افغانستان زعفران په ملي کچه او له هغې ورهاخوا بازار ته وښودل شي او ترویج شي.
خو، د افغانستان د زعفرانکارانو اتحادیه مسؤلین وايي چې د اقلیم د بدلونونو، په ځانګړي ډول وچکالۍ، منفي اغېز د زعفران پر حاصلاتو کړی دی. د دې اتحادیې مشر محمدابراهیم عادل ویلي، سره له دې چې سږکال د ۷۰ ټنه زعفران د حاصلاتو وړاندوینه شوې وه، واقعي تولید شاوخوا ۴۰ ټنو ته محدود شوی دی؛ دا شمېره د تېر کال له حاصلاتو سره ورته والی لري.
ښاغلي عادل ټینګار وکړ چې بزګرانو ته د زعفران د پرمختللي کرونیزې لارې ښوول او د وچکالۍ پر وړاندې د مقاوم کرنیزو سیستمونو ترویج ښايي د تولیداتو یوه برخه بیرته جبران کړي. ده د اقلیمي بدلونونه د زعفران کرنې پر راتلونکي باندې یو جدي ګواښ وباله.
که څه هم د زعفران تولید کم شوی، خو دننه افغانستان کې یې بیې لوړې شوي دي. دا وضعیت له یوې خوا د دې ارزښتناک محصول د نایابوالي ښکارندوی دی، او له بلې خوا یې د صادراتو پیاوړی ظرفیت څرګندوي؛ ظرفیت چې د طالبانو له خوا د لازم ملاتړ د نشتوالي له امله له منځه ځي.
طالبانو د کروندګرو د ملاتړ لپاره مشخص پروګرامونه نه لري او په دې بحراني وضعیت کې چوپه خوله پاتې دي. د تخنیکي مرستو او د اوبولو د اسانتیاوو نشتون باعث شوی چې په وچو سیمو کې ډېر کروندګر د دې ارزښتناک نبات له کر څخه لاس واخلي؛ داسې وضعیت چې ښايي راتلونکو کلونو کې د افغانستان د زعفران صنعت ته ستر ګواښ وګرځي.




