مهم خبرونهنړیوال

د روسیې استازي د ملګرو ملتونو سازمان کې له طالبانو سره د نړیوالو خبرو غوښتنه وکړه

د روسیې دایمي استازي په ملګرو ملتونو سازمان کې، واسیلي نبنزیا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي غونډه کې ویلي چې سره له دې چې پر طالبانو پراخ بندیزونه لګول شوي، دا ډله هڅه کوي چې خپلې سیمه‌ییزې اړیکې پراخې کړي او افغانستان پر یو خپلواک هېواد بدل کړي. نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان په اړه یو واقعي او هر اړخیز دریځ غوره کړي او ویې ویل چې پر اعتماد ولاړې اړیکې یوازینی لاره ده چې کولای شي د افغانستان له کړکېچونو سره مرسته وکړي.

نبنزیا زیاته کړه چې مسکو د یو ټول‌شموله حکومت د جوړېدو په اړه پرمختګونه له نږدې څاري؛ حکومت چې باید د افغانستان ټول قومونه او سیاسي ډلې پکې حضور ولري. هغه ټینګار وکړ چې نړۍ اړ ده له هغو کسانو سره خبرې وکړي چې عملي واک یې په لاس کې دی.

د روسیې استازي په یوې برخې خبرو کې لویدیځ هېوادونه تورن کړل چې د افغانستان د ځمکنۍ واقعیتونو له پامه غورځوي او ویې ویل چې لا هم یو شمېر مرسته کوونکي هېوادونه له طالبانو سره پر تحکم‌آمېز لحن تعامل کوي. هغه زیاته کړه، تر هغه چې یو ټول‌ګډونه خبرې اترې پیل نه شي، د افغانستان ثبات ته د رسیدو بهیر به ورو پر مخ ځي.

نوموړي همداراز د «داعش خراسان» ډلې د مخ پر زیاتېدونکو تهدیدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا ډله د طالبانو د ناکامۍ څخه په تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ګټه اخلي، څو نه‌ثباتي په افغانستان او سیمه کې پراخه کړي. نبنزیا خبرداری ورکړ چې داسې بهرني جنګیالي چې له سوریې او عراق څخه د جګړې تجربې لري، د افغانستان ترهګریزو څانګو سره یوځای کېږي.

هغه همداراز د ناټو د وسلو د پاتې کېدو او په افغانستان کې د صنعي نشه‌یي توکو د تولید د زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده او دا وضعیت یې د سیمې امنیت ته یو نوی ګواښ وباله. ده ټینګار وکړ چې طالبان باید د بشر حقونه وګوري او ویې ویل دا مسئله باید د نړیوال تعامل د پالیسۍ یوه برخه وي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې روسیې په ۲۰۲۵ کال کې طالبان رسمي وپیژندل او ددې ډلې بیرغ یې د مسکو په افغان سفارت باندې پورته کړ. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا ګام د امنیت، انرژۍ او بنسټیزو همکاریو پراخولو لپاره اخیستل شوی، خو شنونکي دا پرېکړه یوه جنجالي او داسې اقدام بولي چې هغه ادارې ته مشروعیت ورکوي چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او اقلیتونو پر وړاندې د پراخو سرغړونو له امله له نړیوالو نیوکو سره مخ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button