امنیت او پېښې
په سريلانکا کې سخت طوفان ۴۶ کسان وژلي

د “دیتوا” په نوم د يو سخت طوفان له امله د جمعې په ورځ د سريلانکا شمالي سيمې له سختو سېلابونو، ځمکنيو ښوېدنو او پراخو انساني تلفاتو سره مخ شوې. تر دې دمه لږ تر لږه ۴۶ کسان مړه شوي او ۲۳ تنه لا هم ورک دي.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، تر ټولو زیات تلفات د هغو ځمکنيو ښوېدنو له امله رامنځته شوې چې د بېسارې بارانونو—چې له ۳۰۰ ميليمتره زيات ول—په نتيجه کې د این هېواد په مرکزي او ختیځو برخو کې پېښ شوي.
د سريلانکا د هوا پېژندنې اداره خبرداری ورکړی چې د راتلونکو ۱۲ ساعتونو په ترڅ کې د شدیدو بارانونو او قوي بادونو د دوام احتمال شته، چې دا به د سېلابونو کچه او شدت لا پسې زيات کړي.
سريلانکا چې په جنوبي آسیا کې موقعيت لري، د اقليمي بدلونونو او د طبيعي آفتونو پر وړاندې د مقاومو زيربناوو د کمښت له امله له طوفانونو او سېلابونو سره ډېر زیانمنېږي.




