مهم خبرونهنړیوال

روسیې د اوکراین یوه جنګي الوتکه نسکوره شوې ده

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو د اوکراین د هوايي ځواک یوه سوخو-۲۷ جنګي الوتکه نسکوره کړې ده. د وزارت په وینا، دا پېښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو جګړو پر مهال رامنځته شوې ده.

د مسکو د څرګندونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړې په بېلابېلو محورونو کې ۱۳۳۵ اوکرایني سرتېري وژل شوي دي. دا شمېرې د خپلواکو سرچینو له لوري نه دي تائيد شوي او یوازې د رسمي روسي راپورونو پر بنسټ خپرې شوې دي.

د روسیې د دفاع وزارت مخکې هم ویلي وو چې تېره شپه یې د روسیې د بېلابېلو سیمو پر سر ۱۶۸ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې کشف او له منځه وړي دي؛ هغه ادعا چې د پراخو متقابلو بریدونو دوام څرګندوي.

بل‌خوا د فرانسې خبري آژانس د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له قوله راپور ورکړی چې مسکو ځان د اوکراین په جګړه کې د بریا په لور روان ګڼي. په مقابل کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي چې هېواد یې یواځې «۱۰ سلنه» د سولې څخه لیرې دی.

زلنسکي ټینګار کړی چې اوکراین د جګړې پای ته رسېدو غوښتونکی دی، خو نه د داسې هوکړې په بدل کې چې د ده په وینا، کمزوری وي او د جګړې دوام لامل شي. هغه خبرداری ورکړی چې هره هوکړه چې پر ټینګو بنسټونو ولاړه نه وي، کېدای شي د جګړې لا زیاتېدو ته زمینه برابره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button