لاوروف د پوتين د استوګن ځای پر ضد د اوکراين د بېپيـلوټه الوتکو د ناکام بريد خبر ورکړ

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف اعلان کړی چې اوکراين د يکشنبې په ماښام د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين پر استوګن ځای په نووګورد سيمه کې د بېپيلوټه الوتکو بريد کړی دی. د روسي چارواکو په وينا، دا بريد پرته له تلفاتو او زيانونو پای ته رسېدلی دی.
لاوروف د خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې دا بريد د ۹۱ بېپيلوټه الوتکو په وسيله ترسره شوی او ټول دغه الوتکې د روسيې د دفاعي سيستمونو له لوري ويشتل شوې دي. هغه ټينګار وکړ چې د دې عملياتو هدف د روسيې د ولسمشر استوګن ځای و.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير دا پېښه يوه دښمنانه کړنه وبلله او زياته يې کړه چې مسکو دا ډول بريدونه د زغملو وړ نه ګڼي؛ خو ورسره يې دا هم وويل چې روسيه له دې پېښې وروسته د خبرو او مذاکراتو له بهير څخه د وتلو نيت نه لري.
په همدې وخت کې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا وويل چې د اوکراين دا اقدام، چې د روسيې د ولسمشر استوګن ځای يې په نښه کړی، بېځوابه به پاتې نه شي، او د هغې په وينا، دا کار به د متقابل غبرګون سبب شي.




