مهم خبرونهنړیوال

روسیه د ۱۱۶ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکو د رانسې کېدو خبر ورکړ

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د تیرې شپې نظامي عملیاتو پر مهال د دې هېواد د هوايي دفاع سیستمونو ۱۱۶ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې په بېلابېلو جبهو کې راوغورځولې. د روسي نظامي چارواکو په وینا، دا اقدام د اوکراین د بریدونو د مهارولو لپاره د روسیې د هلو ځلو یوه برخه ده چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې روانې دي.

د روسیې دفاع وزارت همداراز ویلي چې د دوی بې‌پیلوټه ځواکونو د اوکراین د پوځ پر پوستو بریدونه کړي چې د دنیپر سیند پر غاړه موقعیت لري. دنیپر سیند د اوکراین په مرکز کې یوه ستراتیژیکه کرښه بلل کېږي چې د جګړې له پیله ورته د سختو نښتو صحنه پاتې شوې ده.

له بلې خوا، د روسیې پوځ يوې نظامي سرچينې ادعا کړې چې روسي ځواکونو د اوکراین د پوله‌ساتو ځواکونو د قوماندې یوه مرکز په دریم محور کې په نښه کړی دی. د نوموړي په وینا، دا بریدونه د اوکرایني قوماندانانو ترمنځ مرګ‌ژوبله اړولې ده.

په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې روانه ده، د نړیوالو بندیزونو او دیپلوماټیکو منځګړیتوبونو سربېره، دغه جګړه لا هم دوام لري او هره ورځ د جګړو پراخوالی او شدت زیاتېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button