امنیت او پېښېمهم خبرونه

چین له تاجیکستان څخه د خپلو اتباعو د امنیت تضمین وغوښت

د تاجیکستان جنوب‌لویدیځ کې د چینايي وګړو پر ضد خونړي برید وروسته، چین له تاجیک چارواکو څخه وغوښتل چې د خپلو اتباعو امنیت هر څه ژر تامین کړي. له دې پېښې وروسته، د چین سفیر ګوئو ژیجون په دوشنبه کې د تاجیکستان له لوړپوړو چارواکو، لکه د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مخیرالدین او د ملي امنیت د کمیټې له لومړي مرستیال کمال‌زاده سره اړیکه نیولې او د خپل هېواد اندېښنه یې څرګنده کړې ده.

د چین سفارت د خبرپاڼې له مخې، د چینايي شرکتونو او اتباعو امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د تاجیکستان او افغانستان تر منځ د سرحدي سیمو په اړه، د دغو خبرو اصلي محور و.

دا په داسې حال کې ده چې تېرې اونۍ یو شمېر وسله‌والو کسانو د چین یوې ساختماني کمپنۍ پر تأسیساتو په ختلان ولایت کې د ډزې وړ وسلو او یوه بې‌پیلوټه الوتکې په کارولو سره برید وکړ، چې له امله یې درې چینايي کارکوونکي وژل شول.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې برید مسئولیت په مستقیم ډول نه دی منلی، خو ویلي یې دي چې یوه ډله چې د “سیمې د بې‌ثباته کولو” په هڅه کې ده، پکې لاس لري. د طالبانو دا مبهم او نه‌روښانه دریځ له منفي غبرګون سره مخ شوی. دوی همداراز له تاجیک چارواکو سره د ګډو تحقیقاتو ژمنه کړې، خو نه دي ویلي چې دا څېړنې څنګه ترسره کوي یا بریدکوونکي څوک دي.

په ورته وخت کې، د تاجیکستان چارواکو دغه برید په څرګند ډول غندلی دی. د هغوی په وینا، برید د شاهین SM شرکت د کارکوونکو پر کمپ د استقلال په سرحدي پوستې کې، چې د شمس‌الدین ختلان په سیمه کې موقعیت لري، ترسره شوی؛ دغه سیمه د افغانستان له حدودو سره شاوخوا ۴۲۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

د تاجیکستان چارواکي وايي، دا برید هغه جنایت‌کارو ډلو ترسره کړی چې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي او یادې ډلې د سیمې امنیت ته مستقیم ګواښ ګڼل کېږي. پر طالبانو فشار زیات شوی، ځکه دا لومړۍ ځل دی چې له افغانستانه د تاجیکستان خاورې ته یو مستقیم نظامي برید ثبت شوی.

سره له دې چې طالبان ادعا لري په ټول افغانستان کې یې امنیتي کنټرول تر لاسه کړی، دغه شان پېښې د دوی د سرحدونو د مدیریت کمزوری او د غیرمسئوله وسله‌والو ډلو د مهارولو ناتواني څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ماه، د تاجیکستان د بهرنیو چارو او امنیت یو لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی و او هلته یې له طالب چارواکو سره لیدنې کړې وې؛ لیدنې، چې اوس د دا ډول بریدونو په رڼا کې بې‌پایلو ښکاري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button