د روسي پوځ پرمختګونه په دونېڅک کې زیات شوي

د اوکراین ختیځ کې د سختو جګړو په دوام کې د روسیې پوځ په دونېڅک ولایت کې د خپلې نظامي دریځې د پیاوړتیا لپاره یو بل ګام اخیستی دی. د روسي دولتي رسنیو د راپور له مخې، روسي ځواکونه د کنستانتینووکا ښار پر لور پرمختګ کوي او د ایوانوپل ښار له نیولو څو ګامه لرې دي.
کنستانتینووکا ښار د ترانسپورتي موقعیت او د اوکرایني پوځ د دفاعي جوړښت په خاطر ستراتیژیک اهمیت لري. دا سیمه د روسي ځواکونو لپاره د اوکراین د قوي پوځي مرکزونو پر لور د پرمختګ له مهمو کرښو څخه بلل کیږي.
روسي دفاع وزارت تېر ورځ ویلي چې دوی دوه نور کلي هم نیولي دي. د دغه وزارت په وینا، د منځني او ختیځو ډلو پورې اړوند ځواکونو د دونېڅک په زوانوفکا ښارګوټي او د زاپروژیا په ولایت کې د نووایه زاپروژیه سیمه ‘آزاد’ کړې ده.
د روسي ځواکونو تر واک لاندې سیمو پراخیدل د اوکراین د روان بحران ژوروالی ښيي؛ داسې بحران چې که څه هم له پیل راهیسې یې له دوو کلونو زیات وخت تېر شوی، خو لا هم انسانان قرباني کوي او د سیمې امنیت په جدي توګه له ګواښ سره مخ کړی دی.




