سياستمهم خبرونه

د افغانستان د سفارت سرپرست په مالیزیا کې د بهرنیو چارو له چارواکي سره ولیدل

د افغانستان د سفارت سرپرست په مالیزیا کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي آسیا د برخې له رییس سره لیدنه کړې او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو او د افغان اتباعو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه یې خبرې کړي دي.

د سفارت د ایکس پاڼې د خبر له مخې، نقیب‌الله احمدي، چې په کوالالامپور کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د سفارت سرپرست دی، له «اوغلي نور یانتي» سره لیدلي او د کابل او کوالالامپور ترمنځ د اړیکو د پراخوالي په اړه یې اندونه تبادله کړي دي.

د سفارت په اعلامیه کې راغلي چې دواړو غاړو د اړیکو د پیاوړتیا د لارو د ارزونې ترڅنګ ټینګار کړی چې افغانانو ته د کار د فرصتونو برابرولو او په مالیزیا کې د مېشتو افغان اتباعو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو لپاره باید هڅې زیاتې شي. همدارنګه، د سیمې وروستۍ پېښې د دې خبرو اترو یو بل مهم ټکی بلل شوی دی.

په دې لیدنه کې همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراخوالي پر اهمیت ټینګار شوی او دواړو خواوو هیله څرګنده کړې چې د اقتصادي تبادلو کچه لوړه شي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره په وروستیو کلونو کې هڅه کوي د خپلو دیپلوماټیکو استازولیو له لارې له سیمه‌ییزو او جنوبي ختیځو آسیایي هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي؛ یو اقدام چې د مهاجرینو د وضعیت د ښه والي او د افغانستان دننه د بې‌کارۍ د ستونزې د کمولو لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button