اقتصادمهم خبرونه

د قوش‌تپې کانال دویم پړاو ۹۵ سلنه بشپړ شوی

د ملي پراختیا شرکت وايي چې د قوش‌تپې کانال د لومړي پړاو له بشپړېدو وروسته، د دې ستر اوبو لګولو پروژې د دویم پړاو کارونه ۹۵ سلنه پرمختګ ته رسېدلي او پاتې برخې په چټکۍ سره روانې دي.

په همدې حال کې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د قوش‌تپې کانال جوړول د هېواد د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بولي او ټینګار کوي چې د دې کانال له بشپړېدو سره به افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې خپلواکۍ ته ورسېږي او د نورو هېوادونو څخه د کرنیزو محصولاتو د وارداتو اړتیا به کمه شي.

د مسوولو سرچینو په وینا، دغه کانال د اوبو د مدیریت او د کره ځمکو د زیاتولو په موخه طرحه شوی او کولی شي د هېواد د شمالي سیمو د اوسېدونکو د ژوند د ښه کېدو په برخه کې بنسټیز رول ولوبوي؛ یوه موضوع چې د اقتصادي بحران په شرایطو کې د بزګرانو جدي غوښتنه ګڼل کېږي.

د قوش‌تپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰۰ متره پراخوالی لري، چې د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ څخه پیلېږي او د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ پورې رسېږي. دا پروژه د طالبانو له لوري د هېواد له لويو بنسټیزو طرحو څخه یوه بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button