مهم خبرونهنړیوال

د امريکايي پوځي کاروان لېږد له عين‌الاسد نه اربيل او سوريې ته

يو امنيتي سرچينه په د الانبار ولايت کې وايي چې د امريکا ځواکونو يو ستر پوځي کاروان د دې ولايت له لوېديځې برخې، د عين‌الاسد له پوځي اډې، ايستلی دی. د دغې سرچينې په وينا، کاروان شاوخوا ۱۵۰ موټرونه لرل چې پوځي سرتېري او جنګي تجهيزات يې لېږدول، او د سوريې التنف اډې او د کردستان د اقليم مرکز اربيل ښار د حرير اډې په لور حرکت کړی دی.

سرچينې زياته کړې چې تر اوسه د امريکا له لوري د دغو ځواکونو او تجهيزاتو د لېږد ځانګړی هدف نه دی اعلان شوی او امريکايي چارواکوپه دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ، دا د روان پړاو په موده کې دوهم ځل دی چې د امريکا ځواکونه د عين‌الاسد له اډې د خپلو ځينو برخو تخليه کوي. ياده امنيتي سرچينه وايي، د دې کاروان د انتقال پر مهال د الوليد پولې د تېرېدو پر لاره بې‌ساري امنيتي تدابير نيول شوي وو.

په ورته وخت کې، د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف پوځي چورلکې د کاروان د تګ لارې پر سر الوتنې کړې دي، يو اقدام چې د دې پوځي حرکت د لوړ امنيتي حساسيت نښه بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button