سياستمهم خبرونه

پوتين او مودي په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد ټينګار وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د جمعې په ورځ (۱۴ د لیندۍ) په یوه ګډ بیان کې له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په تړاو خبرداری ورکړی دی. دغه مشرانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپورونو پر بنسټ د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د سیمې د بې‌ثباتۍ د مخنیوي لپاره یې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.

پوتین او مودي د داعش خراسان څانګې پر ضد د روانو اقداماتو ملاتړ او هرکلی کړی دی. دا ډله په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ ګڼل کېږي. دواړو مشرانو همداراز د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دغه هېواد د بشري بحران د کمولو لپاره لا ډېر فعال رول ولوبوي.

په ورته وخت کې، هندي رسنیو راپور ورکړی چې په نوي ډیلي کې د وروستي بمي چاودنې طراح ګومان کیږي چې دا مهال په افغانستان کې اوسېږي. دا موضوع، د افغانستان له خاورې څخه د سختدریځو ډلو له خوا د خوندي پټنځای په توګه د استفادې په اړه د هندوستان اندېښنې ډېرې کړې دي.

له دې سره، په تاجکستان کې د وروستیو بریدونو په ترڅ کې چې پکې پنځه چینايي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي، دا اندېښنه راوپاروله چې ناامنۍ له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته صادریږي. د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له زیاتوالي سره، یو ځل بیا د طالبانو د ادارې ناتواني د امنیت او ثبات په ټينګښت کې څرګنده شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button