پخواني پاکستانی دیپلومات: طالبان د امنیتي او سیاسي وضعیت په کنټرول کې پاتې راغلي

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني لوړپوړي دیپلومات آصف درانی خبرداری ورکړی چې طالبان د هېواد د امنیتي او سیاسي وضعیت د کنټرول وړتیا نه لري، او د سیمې هېوادونه باید د کړکېچ له پراخېدو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
ښاغلي دراني دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د قوس درېیمه) د ایکس (پخواني ټویټر) په ټولنیزه شبکه کې یو پیغام کې کړې دي. نوموړي لیکلي، ملګري ملتونه تایید کړې چې په افغانستان کې له شلو څخه ډېرې ترهګریزې ډلې حضور لري، چې دا وضعیت د سیمې امنیت ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.
دراني د افغانستان په خاوره کې د افراطي ډلو د نفوذ له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې طالبان نه یواځې دا ډلې نهدي توانېدلي چې وځپي، بلکې د دوی د پراختیا او فعالیت لپاره مناسبه فضا هم برابره کړې ده.
هغه له ګاونډیو هېوادونو او سیمهييزو لوبغاړو غوښتي چې د خپلو ګډو امنیتي ګټو لپاره نور یوازې ننداره ونهکړي، بلکې د وضعیت د کنټرول لپاره باید یوه ګډه او سیمهييزه ستراتیژي پلي کړي. د دراني څرګندونې یو ځل بیا دا جدي پوښتنه راولاړوي چې طالبان د ثبات د ټینګښت او د ترهګرۍ د مقابله کې وړتیا لري که نه.




