په پنجشېر کې دوه چاودنې؛ لږ تر لږه اته طالب سرتېري وژل شوي

ځايي سرچينو آمو ته تأیيد کړې چې د تېرو ماښام په دوو چاودنو کې، چې د پنجشير ولایت د درې عبدالله خېل ولسوالۍ اړوند منجنستو کلي کې د طالبانو په قرارګاه کې رامنځته شوې، لږ تر لږه اته طالب سرتېري وژل شوي دي. سرچینې وايي، د پېښې له امله یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي، خو د ټپیانو کره شمېر څرګند نه دی.
د معلوماتو پر بنسټ، دغه چاودنې د تېرو ماښام شاوخوا شپږنیمې بجې رامنځته شوې او د طالبانو قرارګاه چې د مولوي ملک په نوم د یوه سیمه ییز اوسېدونکي په کور کې ځای پر ځای شوې وه، په نښه شوه. که څه هم تر اوسه هېڅ ډلې د یاد برید مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو ځايي سرچینې وايي، د چاودنو څرکونه ښيي چې احتمالا چاودېدونکي مواد له پخوا د پوسته دننه ځای پر ځای شوي وو.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د طالبانو اړوند ځواکونو د درې عبدالله خېل د ځینو سیمو کلابندۍ کړې او د کلي اوسېدونکي یې تر پوښتنو لاندې نیولي دي. سرچينې زیاتوي، طالبان هېڅوک د پېښې ځای ته نه پرېږدي او د سیمې تګ راتګ یې جدي محدود کړی دی.
د طالبانو اداره تر دې دمه د دې چاودنو په غبرګون کې څه نه دي ويلي او نه یې هم د خپلو تلفاتو په اړه جزئیات خپاره کړي دي. سره له دې چې طالبان ډېری وخت له دې ډول پېښو د ځان ناخبره ښيي، خو حزبې سرچينې وايي، د درې عبدالله خېل اوسېدونکو ته فشارونه زیات شوي او خلک له دې وضعیت څخه ناراضه دي. د طالبانو له خوا دا ډول چلندونه د سيمه ييزو خلکو ترمنځ د امنیت او ازادۍ په اړه اندېښنې پيدا کړې دي.




