ټولنه‌یزمهم خبرونه

په سمنگان کې يوه ښځه د اتو کلونو کورنۍ بند څخه وژغورل شوه

د سمنگان ولايت ځايي سرچينې وايي، يوې ښځې چې په دره‌صوف بالا ولسوالۍ کې د خپلو کورنۍ غړو له لوري له اتو کلونو راهيسې په زوره په کور کې بندې ساتل شوې وه، د سيمه‌ييزو چارواکو له خوا ژغورل شوې ده. د سرچينو په وينا، دغه ښځه د همدې ولسوالۍ په يوه کلي کې تر ډېر سختو شرايطو لاندې د خپلو کورنۍ غړو زنداني کړې وه.

د سمنگان ولايت مطبوعاتي رياست په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې تر هغه وروسته چې چارواکي له قضيې خبر شول، موضوع يې وڅېړله او ياده ښځه له کورنۍ بند څخه ازاده شوه. د خبرپاڼې له مخې، هغې ته د ژغورنې سملاسي وروسته لومړنۍ درملنه په ولسوالۍ کلينيک کې ورکړل شوه او وروسته د لا ښه روغتيايي پاملرنې لپاره د سمنگان ولايتي روغتون ته ولېږدول شوه.

د سيمه‌ييزو چارواکو په وينا، د دې ښځې روغتيايي حالت دا مهال قناعت‌بښونکی بلل شوی، خو د هغې د رواني حالت او د اوږدمهاله بند د اغېزو په اړه جزئيات نه دي ورکړل شوي.

سرچينې زياته کړې چې له دې پېښې سره تړاو لرونکي څو کسان نيول شوي او هڅې روانې دي تر څو نور تورن کسان هم وپېژندل شي او ونيسي. دا پېښه يو ځل بيا د طالبانو تر ادارې لاندې سيمو کې د ښځو د ملاتړ د مؤثرو ميکانيزمونو د نشتوالي او د بشري حقونو د سرغړونو پر څار کمزوري اندېښنې راپورته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button