ټولنهیزمهم خبرونه
په ګردېز–کابل او لوګر لاره کې ۲۴ ساعته ترانسپورتي خدمتونه پیلېږي

د پکتيا د سړک ترانسپورټ تنظيم رياست وايي، د دې لپاره چې مسافرو ته نورې اسانتياوې برابرې شي، په ګردېز–کابل او لوګر لاره کې به ترانسپورتي خدمتونه په شپه او ورځ دواړو کې عرضه کېږي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ټول هغه وسايط چې په دې لاره کې فعالیت کوي، د ترانسپورټ د اصولو او مقرراتو له مخې تنظيم شوي او د هغوی تخنيکي وضعيت په منظم ډول څېړل کېږي.
همدارنګه ټينګار شوی چې شخصي وسايطو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د مسافر وړونکو په توګه په دې مسير کې فعاليت وکړي، او يوازې ثبت شوي او د اصولو سره سم وسايط د مسافرو د انتقال حق لري.
د دې رياست مسئولان وايي، د دې اقدام موخه د سړک ترانسپورټ نظم ټينګول، د مسافرو ستونزې کمول او د غيرمجازو وسايطو د فعاليت مخنيوی دی، څو په دې ولايت کې د مهمو لويې لارو امنيت او نظم خوندي وساتل شي.




