سياستمهم خبرونه

د طالبانو د اقتصاد مرستیال ځوانانو ته د انګلیسي ژبې د زده کړې بلنه ورکړه

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبد اللطیف نظري د کابل لوېدیځ کې د یوې فراغت غونډې په ترڅ کې ځوانان وهڅول چې د انګلیسي ژبه زده کړي او د نړیوالو رسنیو لکه CNN تعقیب وکړي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، په دې “د روایتونو د جګړې په پېر” کې د افغانستان ځوان نسل کولای شي د ژبنیو او وینا مهارتونو د پیاوړتیا له لارې هغه روایت چې ده یې “اصیل او د ملي ګټو پر بنسټ” وباله، نړیوالو اورېدونکو ته ورسوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له یوې خوا د طالبانو د ادارې ځينې چارواکي د ځوانانو د نړیوالو اړیکو پر رول ټینګار کوي، خو له بلې خوا په هېواد کې پراخ تعلیمي محدودیتونه لا هم پر خپل حال پاتې دي.

منتقدان وايي، د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل او د ښځو له بنسټیزو حقونو محرومول، د طالبانو د ادارې هغه ادعا چې غواړي افغانستان په نړیوال ډګر کې فعاله ونډه ولري، له جدي پوښتنو سره مخ کوي او د دوی په سیاستونو کې څرګنده ضد و نقیض څرګندوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button