امنیت او پېښېمهم خبرونه

په خیبرپښتونخوا کې د وسله‌وال برید په ترڅ کې یو پاکستانی پولیس له کورنۍ سره وژل شوی

د پاکستان د پولیسو سیمه‌ییزو سرچینو ویلي دي چې د خیبرپښتونخوا صوبې د لکي مروت اړوند د سرای نورنګ په ولسوالۍ کې وسله‌والو د یو پاکستانی پولیس پر کور برید کړی، کور یې سوځولی او هغه یې د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای وژلی دی.

د سیمه‌ییزو پولیسو په وینا، دا برید د لسګونو وسله‌والو له خوا ترسره شوی او د برید هدف د «دستگیر خان» په نوم د یاد پولیس کور و. بریدګرو له دې وروسته ودانۍ ته اور اچولی او اوسېدونکي یې وژل شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې بریدګرو د پولیس دغه افسر او د هغه د کورنۍ غړي تر وژلو مخکې شکنجه کړي، خو د پېښې د څرنګوالي یا د دقیقو قربانیانو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې څو ورځې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د پاکستان د درېیو پوځي افسرانو پر کورونو وسله‌وال بریدونه شوي وو، چې بریدګرو د سلاح او نغدو پیسو له اخیستو وروسته تښتېدلي وو.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button