ټولنه‌یزمهم خبرونه

په درې ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو سره د مرستو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د طبيعي پېښو د مبارزې رییس ویلي چې له یوې مرستندویه ادارې، د «داکار» په نوم، سره یې د زلزله‌ځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره په کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دې مرستندویه ادارې ژمنه کړې چې د ۴۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت بشري مرسته به هغو کورنیو ته ورسوي چې د زلزله له امله زیانمنې شوې دي. د دې مرستو موخه هغو کورنیو ته د بیړنیو اړتیاوو پوره کول بلل شوي چې د زلزلې له کبله اغېزمنې شوې دي.

د هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې، ملا نورالدین ترابي، د طبيعي پېښو د مبارزې ادارې رییس، ټینګار کړی چې د موافقې له مخې باید داکار اداره هغو اړمنو او زیان‌منېدونکو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د زلزله‌ځپلو سیمو اوسېدونکو څو ځل غوښتنه کړې چې مرسته باید په عادلانه او روڼ ډول وویشل شي او ټینګار یې کړی چې د طالبانو تر ادارې لاندې مسؤلې ادارې دې د مرستو وېش داسې سمبال کړي چې ټول مستحق کسان خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button