پاکستان د قطر په غوښتنه پر طالبانو د پوځي عملیاتو پلان ودروه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، محمد اسحاق دار، ویلي چې تېره میاشت پاکستان پلان درلود چې پر افغانستان پوځي اقدام وکړي، خو د قطر د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه دغه عملیات ودرول شول.
اسحاق دار ویلي چې د قطر حکومت له دې وروسته له اسلاماباد سره اړیکه ونیوله چې معلومات یې ترلاسه کړل چې د پاکستان پوځ د پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیولی دی. د قطر چارواکو د منځګړیتوب غوښتنه وکړه او دا یې غوښتنه وکړه چې عملیات دې درول شي، له همدې امله هغه پوځي حرکت چې د همدې شپې لپاره پلان شوی و، لغو شو.
اسحاق دار ټینګار کړی چې اسلاماباد د افغانستان له خاورې څخه راتلونکو ګواښو پر وړاندې د دفاع توان لري، او دا خبرداری یې ورکړی چې د ترهګریزو بریدونو دوام باید دا تصور پیدا نه کړي چې پاکستان خپل دفاع نشي کولی. نوموړي په څرګنده له طالبانو غوښتي چې خپلې تګلارې بیا وارزوي.
همداراز، اسحاق دار د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ښهوالي شرط دا وباله چې د طالبانو اداره له ترهګرو ډلو ملاتړ بس کړي. هغه زیاته کړه، که په افغانستان کې سوله ټینګه نه شي، نو د سیمې ثبات هم ناشونی دی. دا څرګندونې د دواړو هېوادونو په پوله کې د بېثباتۍ او د پاکستان دننه د یاغي فعالیتونو د زیاتوالي په اړه د طالبانو د رول پر وړاندې د اندېښنو د زیاتېدو ښکارندویي کوي.




