دوهم سرلیکروغتيامهم خبرونه

د افغانستان د لوږې کړکېچ ژور شوی؛ د جنوبي کوریا مرستې اړمنو ته ورسېدې

د خوړو نړیوال برنامه (WFP) په افغانستان کې وايي چې د لوږې او ناسمو خوړو کړکېچ له زیاتېدو سره، دوی د خپلو نړیوالو همکارانو په ځانګړي ډول د جنوبي کوریا د حکومت په ملاتړ، زرګونو اړمنو کورنیو ته مرستې رسولي دي.

په افغانستان کې د دې پروګرام د دفتر د پالیسۍ مسؤلې، سونگ جي، د دغو مرستو پر مثبتو اغېزو ټینګار کړی او ويلي یې دي چې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت همکاري مهم رول لوبولی دی، څو خواړه او ضروري تغذیي مواد زیانمنو کورنیو ته ورسېږي.

د خوړو نړیوال برنامه ټینګار کړی چې د بشري کړکېچ له دوام او د طالبانو د محدودوونکو سیاستونو له کبله، نړیوالې مرستې لا هم حیاتي او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره ضروري دي. دغه اداره خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت او تغذیيي ستونزو سره مخ دي او د نړیوال ملاتړ بېړنۍ اړتیا لري.

که څه هم د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه مرستندویه ادارې له ننګونو سره مخ کړي، خو د مرستندویو هېوادونو په همکارۍ د خوړو او تغذیيي پروژو پلي کول لا هم د خلکو د کړاوونو کمولو له محدودو لارو څخه دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button