سياستمهم خبرونه

پاکستان: د «د نظام بدلون» اصطلاح د افغانستان په تړاو د منلو وړ نه ده

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د «د نظام بدلون» اصطلاح د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد له نظره د منلو وړ نه ده، او دغه هېواد د افغانستان د حاکميت او ارضي تماميت درناوی اړين بولي.

د دغه وزارت وياند طاهر اندرابي د يوې خبري خبرې غونډې پر مهال وويل، پاکستان باور لري چې د حکومت د ډول ټاکل د افغان ولس حق دی او اسلام‌اباد د کابل له اوسني حاکم جوړښت سره د همکارۍ لپاره چمتو دی. هغه ټينګار وکړ چې هېواد يې د ګاونډيانو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه مني.

اندرابي د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير وروستۍ څرګندونې او د ځينو دیني عالمانو فتواګانې «يو مثبت تحول» وباله، خو زياته يې کړه چې اسلام‌اباد تمه لري دغه دريځونه له څرګند او عملي تعهد سره مل وي، څو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار وانخېستل شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند همدارنګه د کابل د پاکستاني محصلينو او وګړو حالت ته اشاره وکړه او ويې ويل، تر اوسه ۱۵ محصلان او ۲۹۱ تنه نور کسان چې له د پاکستان له سفارت سره يې اړيکې لرلې، په خونديتوب او بشپړه روغتیا سره پاکستان ته ستانه شوي دي. د هغه په وينا، د پاکستان ديپلوماتيک استازولۍ لا هم له اړوندو بنسټونو سره د پاتې کسانو د امنيت او بېرته ستنېدو په برخه کې له افغان چارواکو سره په اړيکه کې دي.

په پاکستان کې د دغو بدلونونو تر څنګ، ځينې سياسي ګوندونه د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د خبرو د ناکامۍ له امله نيوکې کوي. په دې وروستيو کې د عوامي نېشنل ګوند وياند ويلي، د مذاکراتي پلاوي لېږل پرته له دې چې د افغان ټولنې ذهنيت په سمه توګه درک کړي، د خبرو ناکامېدو لامل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې څو ځله ټينګار کړی چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد، په ځانګړي توګه د پاکستان، پر ضد نه ده کارول شوې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button