ټولنه‌یزمهم خبرونه

د بادغيس، هرات او فراه ولايتونو کې د واورې او باران وړاندوینه شوې

د طالبانو تر واک لاندې د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت هوا پېژندنې ریاست اعلان کړی چې سبا چهارشنبه، د لیندۍ ۲۶مه، د هېواد درې ولایتونه به د واورې او باران شاهدان وي.

د هوا پېژندنې د معلوماتو پراساس، بادغیس، هرات او فراه ولایتونه به د دې جوي سیستم له امله د باران او واورې تجربه ولري. د دې ریاست مسئولینو ویلي، د دې ولایتونو په بیلابیلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ څخه تر ۳۰ میلی‌متر پورې اټکل شوې ده.

همداراز، په ځینو سیمو کې د واورې کچه له ۱۰ څخه تر ۲۰ سانتي‌متره پورې پیشبيني شوې ده، چې دا وضعیت ممکن د اوسېدونکو پر تګ راتګ او د سړکونو پر وضعیت اغېز وکړي.

هوا پېژندنې ریاست زیاته کړې چې د دې جوي حالت هممهاله، د هېواد په مرکزي او جنوبي ولایتونو کې هم د قوي بادونو د وزېدو احتمال شته چې چټکتیا یې له ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button