دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: د طالبانو ملاتړ یوه ګرانه تېروتنه وه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق‌دار په یوه بې‌ساري څرګندونه کې په پارلمان کې منلې چې د طالبانو له ادارې سره د پاکستان ګړندۍ اړیکې او ملاتړ، د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، یوه ستره او ګرانه تېروتنه وه چې پاکستان ته یې جدي تاوانونه اړولي دي.

ښاغلي دار د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال فیض حمید د ۲۰۲۱ کال د اګست په ورځو کې کابل ته د سفر یادونه وکړه او ویې ویل، هغه چای څښل چې جنرال حمید د کابل د سرینا هوټل کې وکړل، د بې‌سنجولو او تېروتنې نښه وه چې لا هم پاکستان پرې اغېزمن شوی.

هغه په غیر مستقیم ډول د هغې وخت د پاکستان د چارواکو له ناپامۍ انتقاد وکړ او زیاته یې کړه: «موږ نه غواړو څوک ملامت کړو، خو موږ د طالبانو په حق کې ډېر مخکې لاړو، او دا یوه لویه تېروتنه وه.»

همدارنګه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، له افغانستانه ډېر خطرناک کسان خوشې شول، چې مخکې له مخکې یې په پاکستان کې رادې شوې ډلې سره تړاو درلود او په ځینو مواردو کې د سلګونو کسانو د وژنې مسئول بلل شوي دي.

هغه خبرداری ورکړ چې له کله نه چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په پاکستان کې ناامنۍ زیاتې شوي او مرګوني بریدونه ډېر شوي دي. د ده په وینا، اوسنی وضعیت د ۲۰۱۲ کال پرتله خراب شوی، او د امنیتي بحران کچه هومره لوړه شوې چې “هره اوونۍ، له تېر څخه خونړۍ پېښې رامنځته کېږي”.

د خبرو په وروستیو کې، ښاغلي دار د سیمې له جغرافیایي واقعیتونو سره د جوړجاړي اړتیا وښوده او ویې ویل: «موږ نشو کولای چې خپل ګاونډیان بدل کړو او نه هغوی زموږ ځای بدلولای شي.» دا خبرې په پاکستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې سیمو کې د شورشیانو د فعالیتونو په اړه د زیاتېدونکي اندېښنو څرګندويي کوي.

د طالبانو اداره بیا بیا ویلي چې د پاکستان له توندلارو ډلو، په تېره بیا تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره ملاتړ نه لري او ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد کار وانخیستل شي. خو په سرحدي سیمو کې د ناامنۍ دوام او د بریدونو زیاتوالی د دې ادعاوو په اړه شکونه پېدا کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button