پاکستان له خپل هېواده له پنځلس زرو ډېر افغان کډوال ایستلي

د افغانستان د کډوالو چارو کمېسیون وايي چې پاکستان په خپله تازه اقدام کې له پنځلس زرو څخه ډېر افغان وګړي په جبر له خپل هېواده ایستلي دي. ویل شوي چې دا کډوال د درېیو سرحدي لارو له لارې ایستل شوي، پرته له دې چې د دوی انساني شرایط او بنسټیز حقونه په پام کې ونیول شي.
دا ایستل په داسې حال کې شوي چې وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت او د پاکستان دولت ترمنځ کړکېچونه رامنځته شول، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې ځمکنۍ لارې تړل شوي دي. دغه وضعیت د کډوالو منظم انتقال او بېرته ستنېدل له خنډ سره مخ کړې او دوی یې د سرپناه پرته له سختو شرایطو سره د پولو پر کرښو مخامخ کړي دي.
سره له دې چې مخکې په دوحه او استانبول کې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې شوې وې چې موخه یې د کړکېچ د راکمول او اوربند ټینګول وو، خو تر اوسه د سرحدونو د بیا پرانیستلو هېڅ عملي هوکړه نه ده شوې. د روان وضعیت دوام د کډوالو پر حالت نور فشار هم زیات کړی دی.
ټاکل شوې چې د طالبانو حکومت او د پاکستان دولت ترمنځ بل پړاو خبرې د نومبر په شپږمه نېټه د ترکیې په استانبول ښار کې وشي، خو تر هغه وخته لا هم اندېښنې شته چې د افغان کډوالو بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي او د طالبانو اداره د خپلو وګړو د دفاع لپاره مؤثر توان نه لري.




