پاکستان او بریتانیا د افغان کډوالو د انتقال پر سر خبرې کړي

د پاکستان د کورنیو چارو چارو وزیر مشاور طلال چودري په اسلاماباد کې له د بریتانیا د نړیوالې پراختیا او افریقا د چارو وزیرې مشاورې بیرونس چپمن سره لیدلي دي. د دې لیدنې پر مهال، دواړو لوریو د کډوالۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکارۍ، په ځانګړي ډول بریتانیا ته د افغان کډوالو د لېږد پر موضوع تمرکز کړی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لهخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې بیرونس چپمن له بریتانیا سره د کډوالۍ په برخه کې د پاکستان له هڅو او نوښتونو ستاینه کړې ده. نوموړې دغه اقدامات د افغان کډوالو د لېږد د بهیر د تنظیم په برخه کې یو اغېزمن ګام بللی دی.
دواړو هېوادونو چارواکو د سیمې پر امنیتي وضعیت او هغو موضوعاتو هم بحث کړی، چې پر کډوالۍ او د پولو پر ثبات اغېز لرلای شي. دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې د افغانستان د وروستیو سیاسي بدلونونو له کبله، زرګونه افغان وګړي له کډوالۍ سره لاس او ګرېوان دي او په ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان کې، له سختو شرایطو سره مخ دي.




