مهم خبرونهنړیوال

ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان پوځ د افغانستان او پاکستان د اړیکو خنډ دی

د طالبانو د ادارې ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، مدعي شوی چې د پاکستان ملکی حکومت غواړي له افغانستان سره د شریکو ګټو پر بنسټ اړیکې ولري، خو د دغه هېواد پوځ دې بهیر ته اجازه نه ورکوي.

مجاهد دا څرګندونې په یوه مطبوعاتي مرکه کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو اداره د دې علاقمندي لري چې له سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره ښې اړیکې ولري، خو د نوموړي په باور، د پاکستان پوځ په دې برخه کې لوی خنډ دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم له ورته څرګندونو سره، څو ځل د پاکستان پر دوه‌ګوني چلند نیوکه کړې؛ هغه هېواد چې له یوې خوا یې میلیونه افغان مهاجر منلي، خو له بلې خوا تور پرې لګېدلی چې له سیمه‌ییزو توندلارو ډلو ملاتړ کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې وروسته له هغه لا زیاتې شوې چې د سرحدي سیمو ناامنیو زور واخیست، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا په ایالت کې مرګوني بریدونه وشول چې د دواړو لوریو پر اړیکو یې اغېز کړی دی.

ځینې شنونکي باور لري، د پاکستان دوه‌مخیز او پېچلی حاکم جوړښت، چې د ملکی او نظامي نهادونو ترمنځ سیالي پکې شته، له ګاونډیانو سره د رغنده تعامل فرصت له منځه وړي. خو په افغانستان کې د زیاتېدونکو امنیتي او بشري ستونزو په پام کې، له طالبانو تمه کېږي چې د خلکو د ګټو خوندي کولو په لور مسؤلانه ګامونه واخلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button