اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

د افغانستان د کوکنارو کر کیله ۲۰ سلنه راکم شوې، د تریاکو تولید ۳۲ سلنه ټیټ شوی

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر ضد دفتر (UNODC) په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کر کیله په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه راکمه شوې او اوس دا کچه ۱۰٬۲۰۰ هکټاره ته رسېدلې ده. دا پام وړ کمښت، له نورو بازاریزو شاخصونو سره یوځای، د نشه‌يي موادو په تولید او قاچاق کې د بنسټیزو بدلونونو ښکارندوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د کر کیلې ترڅنګ د تریاکو تولید لا هم ډېر کم شوی او تر ۳۲ سلنه ټیټ شوی دی. سږکال د ټول تولید کچه څه باندې ۲۹۶ ټنه ښودل شوې. کارپوهان وایي، دا سقوط د بزګرانو پر عوایدو مستقیم اغېز لرلی، چې له امله یې د تریاکو له پلور څخه عواید د ۴۸ سلنه په کموالتو سره له ۲۶۰ میلیونه ډالرو په ۲۰۲۴ میلادي کال کې، ۱۳۴ میلیونه ډالرو ته په ۲۰۲۵ کې راکم شوي.

د طالبانو له‌خوا د تریاکو پر کر بندیز له امله، ډېر بزګران غنمو او یا نورو زراعتي حاصلاتو ته مخه کړې. سره له دې، وېره ده چې وچکالۍ او د بارانونو کمی له امله له ۴۰ سلنه ډېر کرنیز ځمکې شاړې پاتې شوې. له همدې سره، څه باندې څلور میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو هېواد ته راستانه شوي، چې اوس نږدې ۱۰ سلنه د هېواد د نفوس برخه جوړوي. دا وضعیت د محدودو سرچینو لپاره سیالي شدیده کړې ده او دا چاره کېدای شي خلک بیا د کوکنارو کر ته تشویق کړي.

په همدې حال کې، د ۲۰۲۵ په کال کې د وچو تریاکو بیه ۲۷ سلنه راټیټه شوې چې اوس هر کیلوگرام یې ۵۷۰ ډالر ته رسېدلی، حال دا چې دا بیه تېر کال ۷۸۰ ډالر وه. سره له دې چې دا یوه د پام وړ کموالی دی، خو لا هم د دې بیې کچه د بندیز له مخکې وختونو پنځه چنده لوړه ده. دا حالت د بازار په دینامیک کې د بدلونونو نښه ده او ښايي په نورو هېوادونو کې د کوکنارو ناقانونه کر هڅې ډېرې کړي.

اولیور استولپه، د UNODC سیمه‌ ییز استازی د افغانستان، منځنۍ آسیا، ایران او پاکستان لپاره وایي، له ناقانونه کرنی څخه وتل اوږدمهاله او همغږې پانګونې ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول د نړیوالو همکاریو له لارې. نوموړي ټینګار کړی چې افغان بزګرانو ته د بدیل عوایدو سرچینو برابرول، د ناقانونه کر له منځه وړل او د نشه‌يي موادو قاچاق پر ضد مبارزه باید له مخنیوي او درملنې سره موازي پر مخ ولاړه شي.

جورجت گانیون، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مرستیالې، خبرداری ورکړی چې د افغانستان د مخدره موادو ستونزه یوازې د دغه هېواد تر پولو محدود نه ده او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري. نوموړې «د مخدره موادو پر ضد کاري ډلې» رول ته اشاره وکړه چې د دوحې بهیر چوکاټ کې د طالبانو ادارې او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ګډو حللارو لپاره یو پلاتفورم جوړ کړی.

راپور دا هم ښودلې چې د تریاکو د بندیز وروسته د مصنوعي مخدره موادو، په ځانګړي ډول مت‌امفیتامینو، تولید او قاچاق زیات شوی. د UNODC په وینا، تر ۲۰۲۴ پای پورې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د دا ډول موادو نیونې ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کوکنارو کر پر بنسټ د تریاکو د تولید کمېدو له امله اوس جنایي ډلو ډېر تمرکز پر مصنوعي نشه‌يي موادو کړی چې پېژندنه یې سخته او د اقلیمي بدلونونو اغېزې پرې کمې دي. له همدې امله، د مخدره موادو پر ضد ستراتیژۍ باید یوازې په تریاکو پورې محدودې نه وي، بلکې پر مصنوعي موادو د څار او مبارزې برخې هم پکې شاملې شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button