سياستمهم خبرونه

اوچا: د طالبانو له لوري د مرستو ادارو کې لاسوهنه، د ۶۰ پروګرامونو ځنډ لامل شوې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکي دفتر (اوچا) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د ادارې د لاسوهنې له امله، په اکتوبر ۲۰۲۵ کې په ټول افغانستان کې ۶۰ بشري مرستندویه پروګرامونه مؤقتاً درول شوي دي.

اوچا د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ پنځمه، ویلي چې دا لاسوهنې د مرستندویه ادارو مأموريتونه اغېزمن کړي او د اړمنو خلکو ته د مرستو پر وخت رسېدو مخه یې نیولې ده.

د راپور له مخې، همکارو مرستندویه ادارو د اکتوبر په میاشت کې ۸۴ پېښې ثبت کړي، چې د بشري خدماتو د وړاندې کولو پر وړاندې محدودیتونه څرګندوي.

د دې پېښو له ډلې، هرات ۳۱ پېښې، کندهار او کندز ۷-۷ پېښې، او کابل ۶ پېښې لرلې چې تر ټولو ډېرې راپور شوې دي.

دغه پېښې مستقیمې لاسوهنې، د مرستو د کارکوونکو او تجهیزاتو پر وړاندې تاوتریخوالی، د تګ راتګ محدودیتونه او د پوله‌ييزو شخړو موارد رانغاړي. دا وضعیت نه یوازې د مرستو رسوونکو ادارو کار اغېزمن کړی، بلکې د کارکوونکو ژوند او د مرستو ویش بهیر ته هم خطر پېښ کړی دی.

اوچا ویلي، له ثبت شویو پېښو څخه ۷۰ یې د طالبانو له خوا د بشري فعالیتونو په بېلابېلو برخو کې مستقیمې مداخلې دي. همداراز، دوه موردونه ګواښ او یو مورد د مرستندویه کارکوونکو لنډمهاله نیونه هم ثبت شوې ده.

د دغه راپور په یوه بله برخه کې اوچا خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز لا هم د افغان ښځو ته د حیاتي خدماتو د رسولو پر وړاندې ستر خنډ پاتې دی. د دې محدودیت له امله، ډېر شمېر اړمنې ښځې له مرستو بې برخې پاتې شوي دي.

اوچا ټینګار کړی چې د ښځو پر وړاندې روانو سرکوبوونکو سیاستونو، د امنیتي ګواښونو زیاتوالي او د طالبانو پرله‌پسې لاسوهنو، د بشري ادارو کاري چاپېریال محدود، ناامنه او نه‌ وړاندوینه کېدونکی کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button