د چين سره صليب د شمال د زلزلهځپلو لپاره ۱۰۰ زره ډالر مرسته وکړه

په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې د هلال احمر ټولنې ويلي، چې چين سره صليب د بلخ او سمنگان د زلزلهځپلو سره د ۱۰۰ زره ډالرو نغدي مرستې اعلان کړی دی.
دغه اداره د چهارشنبې په ورځ، د عقرب ۲۱مه، په يوه اعلاميه کې تأیید کړې چې دا مرسته د چين د ولسي جمهوريت د سفارت مرستيال باو ژو هوی لهخوا په رسمي ډول سپارل شوې ده.
د طالبانو د هلال احمر مرستیال حافظ عزیزالرحمان د چين له دې مرستې مننه کړې او ويلي يې دي، چې دغه پيسې به هغو کورنيو ته ورسيږي چې د وروستي زلزلو له امله متضرر شوي دي؛ خو دی د مرستو د وېش د څرنګوالي او څارنې په اړه جزئيات نه دي ورکړي.
تېرې هفته، په سمنگان ولايت کې د خُلم ولسوالۍ ته څېرمه د ۶،۳ درجې ریشتر په کچه زلزله وشوه، چې د افغانستان پراخ شمالي سیمې، په ځانګړي ډول سمنگان او بلخ متاثره کړې.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر د رسمي شمېرنو له مخې، په دې طبيعي پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي او څه باندې ۹۸۴ نور ټپیان شوي دي.
سره له دې چې د نړیوالو بنسټونو له خوا د عاجلو مرستو بهير روان دی، خلک لا هم د مرستو د نشتوالي، د وېش په بهیر کې د ځنډ او د طالبانو ادارې له بېپروايۍ څخه شکایت کوي. د حساب ورکوونکي حکومت نشتوالی او د خپلواکو بنسټونو نه شتون د زلزلهځپلو د رسیدو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.




