مهم خبرونهنړیوال

نیکولاس مادورو د نیویورک فدرالي محکمې ته وړاندې شو

نیکولاس مادورو، د وینزویلا نیول شوی ولسمشر، ټاکل شوې چې نن دوشنبې د نیویورک په منهټن کې د یوې فدرالي محکمې پر وړاندې حاضر شي، څو په رسمي ډول د هغو تورونو په اړه خبر شي چې د ده پر ضد مطرح شوي دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، دا ناسته وروسته له هغې ترسره کېږي چې د امریکا ځواکونو هغه د ځانګړې پوځي عملیاتو پر مهال په کاراکاس ښار کې ونیوه او امریکا ته یې انتقال کړ. تمه ده مادورو د دوشنبې غرمه د محلي وخت له مخې محکمې ته وړاندې شي او د ده دوسیه د فدرالي قاضي الوین هیلرستین لاس ته وسپارل شي.

راپورونه زیاتوي، څو ساعته وروسته له نیونې چې د شنبې په سهار ترسره شوې وه، مادورو د الوتکې له لارې د نیویورک یوې پوځي اډې ته انتقال شو او بیا له خپلې مېرمنې، سیلیا فلورېس، سره یو ځای د منهټن د مخدره موادو پر ضد ادارې دفتر ته یوړل شو. هغه د لومړني پوښتنو ځواب ویلو وروسته د بروکلین توقیف مرکز ته انتقال شو.

د شنبې په ورځ امریکایي چارواکو د مادورو پر ضد فدرالي کیفرخواست خپور کړ. په دې سند کې پر هغه د «له مخدره موادو سره تړلي ترورېزم» او یو شمېر نورو تورونو لکه د کوکایین قاچاق دسیسه کول، د خپل‌کار وسلو او چاودېدونکو وسایلو ساتنه تورونه لګېدلي دي. مادورو تر دې وړاندې ټول دغه تورونه رد کړي وو.

په دغه کیفرخواست کې ادعا شوې چې د مادورو مېرمن، زوی او یو شمېر نور لوړپوړي وینزویلایي چارواکي هم ورته تورونه لري. په قضایي سند کې راغلي چې تورنو کسانو له ۱۹۹۹ کال راهیسې د نړیوالو مخدره موادو کارټلونو سره، چې په مکسیکو، کولمبیا او دننه وینزویلا کې فعالیت لري، همکاري کړې ده.

په عین حال کې، لسګونه کسان په نیویورک ښار کې د مادورو د نیونې پر ضد مظاهره وکړه. مظاهره چیانو د هغه د توقیف مرکز مخې ته په بروکلین کې راټول شول او د امریکا پوځي عملیات یې په وینزویلا کې وغندل، دا یې د دغه هېواد د ولسمشر «تښتول» وباله.

مظاهره چیانو په شعارونو سره د مادورو د فوري ازادۍ او د امریکا د لاسوهنې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. د نیویورک پولیسو د وضعیت د کنټرول لپاره پراخ امنیتي تدابیر ونیول او د یاد مرکز شاوخوا یې ګڼ شمېر پولیس ځواکونه او وسایط ځای پر ځای کړل.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button