امنیت او پېښېمهم خبرونه
په هرات کې د يوې وژنې د قضیې په تړاو درې کسان نیول شوي

د هرات د امنيتي چارواکو په وينا، د دغې ولايت امنيتي ځواکونو درې کسان د يوې وژنې د قضیې په تړاو نيولي دي. دا کسان د هرات ښار د نهمې امنيتي حوزې په اړوندو سيمو کې پېژندل او ونيول شول.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند غلام نبي نبيزاده ويلي، نيول شوي کسان څو ورځې وړاندې د دې ولايت يو اوسېدونکی په همدې سيمه کې وژلی او له پېښې وروسته له ځایه تښتېدلي وو.
هغه زياته کړه، لومړنۍ څېړنې د دې قضیې په تړاو روانې دي او له دې مرحلې د څېړنو له بشپړېدو وروسته، د تورنو دوسيه به په رسمي ډول عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د طالبانو تر اداره لاندې د هرات امنيې قوماندانۍ ټينګار کړی چې د جنايي جرمونو له عاملينو سره به قانوني چلند کېږي او د ښار د اوسېدونکو د خونديتوب او د ورته پېښو د مخنيوي هڅې روانې دي.




