کلتور او هنرمهم خبرونه

نی: د افغان خبریالانو شړل هغوی خطر ته سپارل دي

د نی په نوم د خبریالانو د دفاع بنسټ چې اوس له هېواده بهر فعالیت کوي، له پاکستانه وغوښتل چې د افغان خبریالانو شړل بس کړي، ځکه دا کار د هغوی ژوند ته خطر پېښوی. نی ویلي، د خبریالانو، رسنیزو کارکوونکو او نورو افغان ګواښل شویو کسانو نیول او شړل د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سرغړونه ده او له نړیوالو هوکړو سره ټکر لري.

په خپره شوې اعلامیه کې نی ټینګار کړی چې هغه هېوادونه چې د بشري حقونو نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن شوي، باید زیان‌منو کسانو ته چې د ژوند خطر ورسره دی بېرته ناامنو سیمو ته د ستنولو څخه ډډه وکړي.

په یوه تازه پېښه کې، پاکستاني پولیسو افغان خبریاله فاطمه هم‌نوا له خپلو دوو کوچنیو ماشومانو سره نیولې ده. نی له پاکستان غوښتنه کړې چې دا خبریاله ژر تر ژره خوشې کړي او د ویزې تمدید یې ممکن کړي.

یاد بنسټ یادونه کړې چې پاکستان له وړاندې ژمنه کړې وه چې له افغانستانه راغلي خبریالان، د بشري حقونو ملاتړي او نور له ګواښ سره مخ کسان به نه نیسي او نه به یې بهر باسي. نی له اسلام‌آباده غوښتنه کړې چې خپلې ژمنې دې پوره کړي او افغان خبریالان دې بېرته هغه هېواد ته نه ستنوي، چېرته چې طالبانو د بیان ازادۍ او رسنیو پر حقوقو سخت محدودیتونه لګولي او د خبریالانو ژوند له جدي خطر سره مخ دی.

همدارنګه راپورونه ښيي چې په ایران کې هم یو شمېر افغان خبریالان له جبري شړلو سره مخ دي. دا وضعیت د هغو خبریالانو د امنیت او راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې کړي چې له طالبانو د واک ته رسېدو وروسته له هېواده وتلي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button