ایران یو ځل بیا د طالبانو ادارې له خوا د اوبو د حق نه ورکولو له امله نیوکه وکړه

ایران یو ځل بیا پر طالبانو نیوکه وکړه چې د هلمند او هریرود ګډو سیندونو د اوبو حق کتابې د نه پوره کولو له امله یې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د دوشنبې په ورځ په تهران کې یوې خبري ناستې ته وویل چې ایران د طالبانو له ادارې څخه د دې موضوع پر سر ناراضي دی، او تر اوسه یې څو ځله هڅې کړې دي چې د افغانستان اړوند چارواکي ژمنو ته د عملي بڼې ورکولو ته اړ کړي.
نوموړي یادونه وکړه چې د هلمند د معاهدې له مخې، یو معلوم اندازه اوبه باید ایران ته ورکړل شي، خو تېر کال یوازې ۱۶ سلنه د دغه حقاوبه برابرې شوې وې. د هریرود په اړه سره له دې چې کوم رسمي تړون نشته، خو نړیوال اصول د سیندونو په چارو کې غوښتنه کوي چې پورته هېواد (یعنې افغانستان) باید د ایران د اوبو حق په پام کې ونیسي.
بقایي دا هم وویل چې د طالبانو لخوا د سلما بند پرانیستل چې د مني فصل د کرنې لپاره اوبه برابرې کړي، یو ګام دی چې باید د دوستۍ بند ته د اوبو بهېدو لامل شي؛ هغه بند چې ایران هم د خپل ختیځو سیمو د اوبو لپاره ترې استفاده کوي. د خراسان د وچو سیمو او د مشهد ښار د سیندونو او نهرونو سلامتیا له دغه اوبو سره جدي تړاو لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، کاظم غریبآبادي، په وروستي سفر کې افغانستان ته د اوبو د حقاوبو موضوع د طالبانو له ادارې سره د اساسي خبرو یو مهم محور وو. په دغو لیدنو کې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د موجودو ستونزو د حل لپاره به ګډ تخنیکي کمیټې جوړې او پخواني توافقونه تعقیب کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هيله لري چې د دغو تخنیکي خبرو اترو او څرګندو ژمنو له لارې، وکولای شي له افغانستان سره پر پوله د سیندونو مشروع حقاوبه ترلاسه کړي. خو د طالبانو د ادارې تېر رفتار په دې برخه کې جدي شکونه راپورته کړي چې هغوی به رښتیا هم خپلې ژمنې عملي کړي.




