د نیویورک نوی ټاکل شوی ښاروال د نتانیاهو د نیولو غوښتنه وکړه

د نیویورک نوی ټاکل شوی ښاروال، زهران ممداني، ګواښ کړی چې که د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د راتلونکې کال د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لپاره نیویورک ته راشي، نو دی به د هغه د نیولو لپاره اقدامات وکړي.
ممداني د ABC نیوز سره په مرکه کې ویلي چې دی ژمن دی څو د نړیوالو مراجعو، په ځانګړې توګه د هاګ نړیوال جزايي محکمې له خوا صادر شوي حکمونه تعقیب او عملي کړي. یاده محکمه مخکې د غزې په تړانګه کې د جنګي جنایتونو له امله پر نتانیاهو د نیولو حکم صادر کړی دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې نیویورک ښار نړیوالو قوانینو ته ژمن دی، او دا ژمنتیا د نړیوالو نیولو امرونو پلي کول هم رانغاړي؛ که دا امر د نتانیاهو پر ضد وي، یا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ضد.
ممداني د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړنې هم سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي: “برخلاف ټرمپ چې قوانین د خپلو شخصي غوښتنو له مخې تفسیروي، زه د قانون له چوکاټ څخه بهر نه وځم.” هغه زیاته کړه که چېرې د نتانیاهو د امکان وړ راتګ پر وړاندې اقدام و نه کړي، نو خپل ځان د دې مقام لپاره وړ نه ګڼي.
دا لومړی ځل نه دی چې ممداني د نیویورک ته د نتانیاهو د سفر پر مهال د هغه د نیولو خبره کړې. د هغه څرګندونې په امریکا او نړیوالو رسنیو کې پراخ انعکاس موندلی او د نړیوالو حکمونو د پلي کولو په برخه کې د محلي حکومتونو د رول په اړه جدي بحثونه یې راولاړ کړي دي.
سره له دې، لا روښانه نه ده چې د امریکا محلي ادارې آیا دا قانوني واک لري چې د نړیوالو محکمو له خوا صادر شوي دا ډول حکمونه عملي کړي که نه. خو د نیویورک د ټاکل شوي ښاروال روښانه دریځ د امریکا او اسرائیلو د اړیکو او د نړیوالو قوانینو د ځای په اړه په کورنیو پریکړو کې نوې پوښتنې راولاړې کړې دي.




