امنیت او پېښې

په خوست کې زرګونه نشه‌يي تابلیتونه او سرينجونه کشف شول

د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د مخدره موادو پر ضد ریاست وايي، چې د دې ولایت مرکز او صبري ولسوالۍ کې یې په بېلابېلو عملیاتو کې له اته‌زره او ۳۷۹ زیات نشه‌يي تابلیتونه او له زر ډېر سرینجونه نیولي دي.

د سیمه‌يیزو چارواکو په وینا، دوه کسان د دغو قضیو په تړاو نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

په وروستیو کلونو کې خوست ولایت، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، د ختیځ افغانستان له هغو اصلي لارو شمېرل کېږي چې له مخې یې مخدره مواد ناقانونه انتقالېږي.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره ادعا کوي له نشه‌يي موادو سره مبارزه کوي، خو د دغه ډول مواردو دوام د دې ادارې د څارنې کمزورتیا او د ژمنو د شک وړتيا ته اندېښنې راولاړې کړې دي. څېړونکي وايي، ژور فساد، د دوامدارو حللارو نشتون او د مخدره موادو د قضیو سیاسي ګټه‌اخیستنه د دې بحران پېچلتیا نوره هم ډېره کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button