روغتيا

په ننګرهار کې د سرخکان واکسین کمپاین پیل شو

د طالبانو اداره په ننګرهار ولایت کې د سرخکان ضد واکسین لس ورځنی کمپاین پیل کړی دی، چې موخه یې له يو ميليون او ۳۵۰ زرو څخه زیاتو ماشومانو ته واکسین ورکول ښودل شوی دی. دا کمپاین د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له ځایي چارواکو سره په رسمي ډول پيل شو.

د طالبانو اړوند رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کمپاین به د ننګرهار ټولې سیمې ونیسي او شپږ میاشتو نه تر لسو کلونو پورې ماشومان به پکې شامل وي. خو دا چې کمپاین به څومره مؤثر وي، آیا ولسوالی به په بشپړ ډول پوښلي شي او څرنګه به تر څارنې لاندې وي، لا هم روښانه نه ده.

عزیزالله مصطفی، چې د طالبانو له خوا د ننګرهار د مرستیال والي په توګه ټاکل شوی، د کمپاین د پرانیستې پر مهال وویل چې د خلکو اقتصادي ستونزې د ناروغیو د ډېریدو لامل شوي او له خلکو یې وغوښتل چې له روغتیایي ټیمونو سره همکاري وکړي. سره له دې، دا پوښتنه هم مطرح ده چې د طالبانو اداره د روغتیايي بحران د حل او د کورنیو د دوامداره ملاتړ لپاره کوم واضح او مشخص پلان لري؟

سره له دې چې د ماشومانو د روغتيا تضمين ډېر اهميت لري، خو د سالمو روغتیایي زیرساختونو نشتوالی، د مسلکي کارکوونکو کموالی، او د طالبانو له خوا پر نړیوالو بنسټونو لګول شوي محدودیتونه د دې ډول لنډمهالو کمپاینونو پر اغېز مثبت تاثیر نه لري. دا ډول کمپاینونه باید د روغتیايي خدماتو په برخه کې د طالبانو ادارې نیمګړتیاوې پټې نه کړي، بلکې باید د محرومو سیمو د دوامدارو خدماتو یوه برخه وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button