سياستمهم خبرونه

طالبان: د پاکستان هر ډول تېری ته به سخت ځواب ورکړو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، محمد نعیم وردک، د سه‌شنبې په ورځ د لړم میاشتې په ۷مه، د ټولنیزې شبکې ایکس (پخوانی ټویټر) له لارې پاکستان ته خبرداری ورکړی، که هر کله پوځي برید وکړي، نو د طالبانو له لوري به ورته سخت او غچ اخیستونکی غبرګون ورکړل شي. هغه لیکلي: «د پاکستان نظامي رژیم باید پوه شي چې د هر ډول یرغل په مقابل کې به ورته ورته او سخت ځواب ورکړل شي.»

وردک پر پاکستان واضح ګواښ کړی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوږدې پولې او ګډو ځانګړتیاوو یادونه یې کړې، ویلې یې دي چې دغه عوامل طالبانو ته دا زمینه برابروي چې «د دښمن تر ستوني» پورې ورسېږي. دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په وروستیو اوونیو کې خورا ترینګلې شوې دي.

نعیم وردک دا هم ویلي چې طالبان په مذاکراتو کې د واقع‌بینۍ او ژمنتیا اصول رعایتوي؛ خو دا ډاډ ورکړی چې د هر ډول پوځي اقدام پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري. دا خبرې په داسې حال کې شوې، چې ځینې سرچینې وایي، د پاکستان استازي ښايي د استانبول د خبرو مېز پرېږدي.

یوه طالب چارواکي، چې نه غواړي نوم یې افشا شي، آمو تلویزیون ته ویلي چې د پاکستان دننه داخلي اختلافات او د واک ناهماهنګي د خبرو اترو د بندېدو لامل شوي. د نوموړي په وینا، د پاکستان ځانګړو نظامي کړیو د خبرو د پرمختګ مخه نیولې او د دغه هېواد پلاوي هم د خبرو اترو لپاره لازم صلاحیت او منطق نه درلود.

دغه چارواکي د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په تړاو هم غږېدلی او ویلي یې دي چې دا ډله د پاکستان دننه یوه ستونزه ده او افغانستان پورې تړاو نه لري. هغه زیاته کړې: «دا یوه نوې ستونزه نه ده، بلکې له پخوا څخه موجوده ده؛ دولت پاکستان باید دا موضوع د خپل هېواد دننه حل کړي.»

نوموړي دا هم ویلي چې له افغان ولسه دا غوښتنه چې د پاکستان دننه بریدونه کنټرول کړي، «غیر معقوله» ده، ځکه افغانستان دا وړتیا نه لري او د TTP استازیتوب هم ورته ممکن نه دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ترینګلتیاوې داسې مهال زیاتې شوي، چې تاریخي اړیکې یې تل له بې‌باورۍ او استخباراتي سیالیو اغېزمنې پاتې شوې دي. څارونکي وایي، طالبان هڅه کوي د خپلو توندو دریځونو له لارې ځان له TTP بحران څخه جلا وښيي او د سرحدي ناارامیو اصلي مسئول پاکستان معرفي کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button