ټولنه‌یزمهم خبرونه

د مزارشريف د هوا ککړتيا اندېښنې را پارولې دي

د افغانستان په شمال کې د تاريخي او مهم ښار مزارشريف اوسېدونکي د هوا له سختې ککړتیا سره مخ دي. دا حالت چې د ښار عمومي بڼه یې بدله کړې، د بلخ مرکز اوسېدونکي ژورې اندېښمن کړي دي. دوی له طالب چارواکو غواړي چې د ککړتيا د سرچينو د مهار لپاره بېړني اقدامات وکړي.

د مزارشريف اوسېدونکي د هوا د ککړتيا اصلي لاملونه داسې ګڼي: د عامه حمامونو بې‌فلتره فعاليتونه، د توليدي فابريکو نږدې استوګنيزو سيمو کې ځای په ځای کېدل، د ټيټې کيفيت لرونکي سون توکو کارول او په ښار کې د دود ګډوونکو موټرو شمېر زياتېدل. دغه عوامل په مستقیم ډول د تنفس وړ هوا پر کیفیت اغېز کړی دی.

هوايي ککړتيا يوازې يو چاپيريالي ننګونه نه ده، بلکې يوه ټولنيزه او روغتيايي ستونزه هم ګڼل کېږي چې د خلکو عمومي روغتيا له خطر سره مخ کوي. دا پديده د خلکو پر ژوندانه مستقيم اغېز لري او کولای شي د ساه تنګي، د زړه او وينې رګونو ناروغۍ رامنځته کړي.

د مدني ټولنې فعالان او اوسېدونکي ټينګار کوي چې د طالبانو اداره مکلفه ده، د چاپېريال ساتنې قوانينو پلي کولو او نظارت له لارې د دې زيانمنې پديدې مخنيوی وکړي. د دې موضوع له پامه غورځول کېدلای شي د مزارشريف پر چاپېريال او د خلکو پر روغتيا ناورين‌ زېږې پايلې ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button