مهم خبرونهنړیوال

د فرانسې مسلمانانو پر ضد د هدفمندې جاسوسۍ افشا

د فرانسې د مسلمانانو شورا وايي، چې په دغه هېواد کې یهودي مؤسسې د اسراییلو له رژيم سره په همغږۍ سره، د هدفمندو استخباراتي فعالیتونو له لارې هڅه کړې چې د فرانسې پر مسلمانانو څارنه وکړي.

یادې شورا په یوه خپور شوي راپور کې ویلي، چې په دې پلاڼ کې دوه تنه مهم رول لري؛ یو فرانسوی سوداګر او بل د اسراییلو رژيم پورې تړلی جاسوس. د یوه ویډیويي کلیپ له مخې، دغه دواړه کسان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د تل‌ابیب له کابینې سره په همغږۍ کې د یهودي مؤسسو لپاره ستراتیژۍ طرحه کړې دي.

په دې ویډیو کې فرانسوی سوداګر اعتراف کوي، چې له داو مایمون په نوم د اسراییلي رژیم له یو تن اړوند کس سره یې همکاري درلودلې او د فرانسې د مسلمانانو په اړه یې ځانګړې او هدفمنده اطلاعات راټول کړي دي. د هغه په وینا، دغه معلومات داسې ترتیب شوي چې مسلمانان د امنیتي ګواښ په توګه وښيي.

د فرانسې د حکومت او امنیتي ادارو له لورې له دې پروژې سره د احتمالي همکاریو په اړه اندېښنې راپورته شوې دي. د فرانسې د مسلمانانو شورا له رسمي چارواکو غوښتنه کړې چې دا موضوع دې په روښانه توګه وڅېړي.

که څه هم دا فعالیتونه په ظاهر کې یوازې د فرانسې خاورې پورې محدود ښکاري، خو تاثیرات یې کولی شي د ټولې اروپا مسلمانانو ته ورسېږي. د څارنو وسایلو کارول د یوه مذهبي اقلیت پر ضد، د دموکراتیکو او بشري ارزښتونو خلاف کار ګڼل کېږي.

دا راپور یو ځل بیا د غربي هېوادونو له خوا د مسلمانانو پر وړاندې د دوه‌ګوني چلند او تبعیضي سیاستونو اندېښنې راولاړې کړي، په ځانګړي ډول کله چې د دغه راز فعالیتونو ملاتړ بهرني قوتونه، لکه د اسراییل رژيم، کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button