ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

په ۲۶ ولایتونو کې د واورې، باران او باد اټکل شوی

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپيژندنې رياست نن اعلان وکړ چې په ۲۶ ولایتونو کې د واورې او باران له ورېدو سره د نسبي زورورو بادونو امکان شته.

د یاد اټکل له مخې، هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، غور، بادغیس، بامیان، غزني، پکتیکا، پکتیا، ميدان وردګ او لوګر هغه ولایتونه دي چې له دې اقلیمي وضعیت سره مخامخ دي.

همدارنګه، بدخشان، تخار، سمنګان، بلخ، ننګرهار، لغمان، کنړ، کابل، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا او نورستان هم په هغو ولایتونو کې شامل دي چې په کې د باران او باد امکان اټکل شوی دی.

د هواپيژندنې رياست زیاتوي چې سالنګونه هم د دې هوايي بدلونونو تر اغېز لاندې راځي او له اوسېدونکو او مسافرو یې غوښتي چې د تګ راتګ پر مهال لازمه احتیاط وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button