د میدان وردګو کډوال د بنسټیزو خدمتونو د نشتوالي شکایت کوي

یو شمېر افغان کډوال چې له پاکستان نه د راستنېدو وروسته د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو سیمو کې مېشت شوي، وايي چې له څو میاشتو تېرېدو وروسته هم لا د ژوند له بنسټیزو خدمتونو لکه برېښنا، څښاک اوبو او سرپناه څخه بېبرخې دي.
د دغو راستنېدونکو په وینا، د اساسی امکاناتو نشتوالی د کورنیو ورځنی ژوند ډېر ستونزمن کړی او ډېری کسان اړ شوي چې په موقتي او ناامنه ځایونو کې ژوند وکړي. هغوی زیاتوي، د برېښنا او اوبو نشتون آن د لومړنیو اړتیاوو لکه د اوبو ګرمول ناممکن کړي دي.
دغه شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر لا هم روان دی او هره ورځ زرګونه کسان هېواد ته ستنیږي. راستنېدونکي ټینګار کوي که ژر اقدام، روښانه پلان او د طالبانو د ادارې له خوا د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره جدي هڅې ونه شي، د دوی اقتصادي او معیشتي بحران به لا ژور شي.
یو شمېر کورنۍ له اړوندو بنسټونو او مرستندویو ادارو غوښتنه کوي چې جدي پاملرنه وکړي، ځکه د بنسټیزو تاسیساتو له نه شتون سره د راستنېدونکو پرېښودل، په کوربه سیمو کې ټولنیز او بشري فشارونه زیاتوي.




