مهم خبرونهنړیوال

لاوروف: که بهرني ځواکونه اوکراین ته ولېږل شي، روسیه به غبرګون وښيي

د روسیې د بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف، ويلي دي چې هېواد به يې د اوکراین خاوره کې د بهرنیو ځواکونو د مېشتېدو او يا د روسي شتمنيو د مصادرې د هڅو پر وړاندې متقابل اقدامات وکړي. نوموړي زياته کړه چې روسیه تیار ده دغه شان پلانونو ته مناسب غبرګون ورکړي.

هغه دا هم وويل چې د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تر دې دمه د روسیې پر ضد بنديزونو د لېرې کولو هيڅ علاقه نه ده ښودلې، بلکې پر ځای يې اقتصادي فشارونه ډېر کړي دي. لاوروف زياته کړه، سره له دې چې دواړو هېوادونو تر منځ اختلافات شته، خو مسکو او واشنګټن د اوکراین د سولې بهیر دوام ته ژمن دي.

لاوروف اروپايي اتحادیه په “سیاسي ړندتيا” تورنه کړه او ویې ویل چې اروپا ځان غولوي که فکر کوي روسيه ماتولی شي. هغه زياته کړه، د نړۍ د څو قطبي نظم جوړېدل يو نه‌مخنيوی کېدونکی بهیر دی او اروپايي هېوادونه په قصدي ډول د اوکراین د سولې بهیر ته خنډونه جوړوي.

د روسیې د بهرنيو چارو وزير په بله برخه کې د مالي وضعيت په اړه وويل چې هېواد يې له ډالر څخه ځان لېري کړی، نه ځکه چې دا يې خوښه ده، بلکې ځکه چې امريکا له دې پولي واحد څخه د سياسي فشار د وسيلې په توګه کار اخلي. نوموړي ټينګار وکړ چې د بديلو اسعارو کارول به دوام پيدا کړي او روسیه مجبوره شوې چې له دغه وضعيت سره ځان عيار کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button