مهم خبرونهنړیوال

د اسرائیلو پوځ د بشري ځواک له بې‌ساري بحران سره مخ دی: پخوانی جنرال

د اسرائیلو پوځ پخواني جنرال، اسحاق بریک، د دغه هېواد د پوځ وضعیت بحراني بللی او د سرتېرو د شمېر په کمېدو او نظامي چمتووالي د کمزورۍ په اړه یې خبرداری ورکړی دی. بریک دغه څرګندونې په یوه مرکه کې کړې چې د عبري ژبې رسنیو کې خپرې شوې دي. نوموړی وايي، د اسرائیلو پوځ د بشري ځواک له یو “بې‌ساري بحران” سره مخ دی، چې د یاد پوځ نظامي وړتیا له جدي ګواښ سره مخامخ کړې ده.

هغه زیاتوي چې زرګونه افسران او سرتېري هڅه کوي له خدمت څخه استعفا ورکړي او ځوان نسل نور نه غواړي د اوږدې مودې لپاره په وسله‌والو ځواکونو کې پاتې شي. د هغه په باور، دا حالت به د اسرائیلو دفاعي بنسټ راتلونکی د سیمې له ګواښونو سره مخامخ کړي.

بریک وایي، که د تېرې دوې لسیزو سره پرتله وشي، د اسرائیلو د ځمکني پوځ شمېر اوس یوازې یوه درېیمه برخه پاتې ده. دغه پخوانی نظامي چارواکی همداراز ومنله چې پوځ د سرتېرو شمېر، تجهیزاتو کیفیت او تخنیکي چمتووالي له نظره، د پراخې سیمه‌ییزې جګړې لپاره لازم توان نه لري.

د بریک څرګندونې داسې مهال کېږي چې په تېر کې اونیو او میاشتو کې د اسرائیلو د نظامي او امنیتي تګلارو په اړه، په ځانګړې توګه د دغه هېواد له پخوانیو بنسټونو څخه، داخلي نیوکې زیاتې شوې دي. نړیواله ټولنه هم د سیمې د روان وضعیت په اړه اندېښنه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button