په فاریاب کې د واده د مېلمنو د موټر چپه کېدو پېښه کې ۸ تنه ووژل شول

په فاریاب ولایت کې یوه دردناکه پېښه شوې، چې پکې د واده مېلمستیا ته تللي کسان سفر کاوه. یو موټر چې د رهی کلي څخه د جی کلي پر لور روان و، د پستنکوت ولسوالۍ په “میاندره” سیمه کې له یوه لوړ ځایه راپریوتی او چپه شوی دی.
په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي، چې پکې پنځه مېرمنې، درې سړي او یو ماشوم شامل دي. همدارنګه، ۱۵ تنه نور ټپیان شوي، چې ډېری یې مېرمنې او ماشومان دي. ټپیان د فاریاب ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د دې ترافيکي پېښې دقيق لامل تر اوسه معلوم نه دی. د فاریاب د طالبانو اداره هم د پېښې په تړاو له هر ډول وضاحت ورکولو ډډه کړې ده.
د مسؤلو ادارو د کافي رسیدګۍ نشتوالي او پر سړکونو او ترانسپورت وسایطو د څار نشتون، یو ځل بیا د بې دفاع خلکو ژوند اخیستی او خلګو ته یې درانه زیانونه رسولي دي.
دا پېښه یو ځل بیا د فاریاب ولایت د کلیوالو سړکونو د خراب او غیر معیاري وضعیت پر لور د خلکو پام اړوي. سره له دې چې د ورته پېښو تکرار دوام لري، خو د طالبانو اداره نه یوازې اقدام نه کوي، بلکې شفاف راپورونه هم نه خپروي.




