په کوهات کې د افغان کډوالو د کمپ د تخلیې امر د برید وروسته صادر شو

د پاکستان د کوهات په سیمه کې د افغان کډوالو د کمپ ترڅنګ پر يو د پولیسو پر موټر تر برید وروسته، د دغه هېواد سیمه ییزو چارواکو او پولیسو د یاد کمپ د سمدستي تخلیې امر ورکړی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پولیسو موټر ته جدي زیان نه دی اوښتی او تر اوسه د کومې مړینې یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی. خو د برید له پېښېدو وروسته د کمپ شاوخوا امنیتي تدابیر لا سخت شوي دي.
راپورونه زیاتوي چې بریدګرو له حملې وروسته له سیمې تښتېدلي او د پولیسو ځواکونو تر اوسه نه دي توانېدلي چې هغوی ونیسي. د برید د عاملانو د هویت او انګیزې په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
دغه پرېکړه چې د کمپ د تخلیې لپاره شوې، د افغان کډوالو ترمنځ اندېښنې زېږولي دي؛ داسې اقدام چې یو ځل بیا په پاکستان کې د افغان کډوالو نازک وضعیت څرګندوي او د هغوی د امنیتي او بنسټیزو حقونو په اړه پوښتنې راپورته کوي.




