په افغانستان کې د مزارعينو لپاره ۵۲۵ د کرنېزو توکو ساتنې مرکزونه جوړ شوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) ويلي چې د نړيوال بانک په ملاتړ يې په مرکزي، شمالي، جنوبي او لويديځو سيمو کې ۵۲۵ د کشمش، کچالو او پياز د ساتلو مرکزونه د ګډو ګټو ډلو له لارې جوړ کړي دي.
FAO وايي، دا مرکزونه د دې لپاره جوړ شوي چې کرنیزو محصولاتو ته د زيات وخت لپاره د ساتنې زمینه برابره کړي، د حاصلاتو له راټولو وروسته ضايعات کم کړي او د بزګرانو د حاصل د ساتنې شرایط ښه کړي. د معياري زېرمهګاوو نشتوالی د افغانستان په ډېرو سیمو کې د کرنې له مهمو ننګونو شمېرل کېږي.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، دا مرکزونه کولای شي چې د بزګرانو په عوايدو کې د پام وړ زیاتوالی راولي، ځکه چې د ضايعاتو کمېدل او د محصولاتو اوږده موده ساتنه، د مناسب وخت په ټاکلو سره د پلورلو ښه فرصت برابروي.
افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې اقتصاد يې پر کرنه ولاړ دی او ډېری خلک یې د زراعت له لارې خپل ژوند پرمخ بیايي. نړیوالو بنسټونو تل ټینګار کړی چې د کرنیزو بنسټیزو جوړښتونو کې پانګونه، د کلیوالو د معیشت د پیاوړتیا او د فقر د کمولو یوه مهمه لاره ده.




