هند له افغانستان سره د پنځه میلیونه ډالرو واکسین مرسته اعلان کړه

د طالبانو ادارې ویلي چې هند له افغانستان سره د پنځه میلیونه ډالرو ارزښت واکسین مرسته کړې او د روغتیا په برخه کې نوې همکاري پیل شوې ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي، له نوي ډیلي څخه د خپل سفر تر راستنېدو وروسته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې هندي چارواکو ژمنه کړې چې د درملو، واکسین، طبي وسایلو برابرولو او د افغان ډاکترانو د ظرفیت لوړولو په برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د نوموړي په وینا، هند همدارنګه ژمنه کړې چې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت به په افغانستان کې یو روغتون او د تالاسیمیا ځانګړی درملنې مرکز جوړ کړي؛ داسې مرکز چې د روغتیایي چارواکو په خبره، کولای شي د دې ناروغۍ د یو شمېر ناروغانو اړتیاوې پوره کړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، چې نوي ډیلي د دریو میلیونو ډالرو په ارزښت یوه رادیوتراپي ماشینه د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره له افغانستان سره مرسته کړې، او د یو میلیون ډالرو په ارزښت د سرطان اړوند درمل هم د دغو همکاریو په چوکاټ کې افغانستان ته سپارل شوي دي.
نورجلال جلالي خپل سفر هند ته د روغتیايي همکاریو د «یو نوي فصل» پیل وباله او وویل، دا سفر د قوس له ۲۵مې تر ۳۰مې ترسره شوی دی، په داسې حال کې چې د افغانستان روغتیایي نظام لا هم د امکاناتو، تجهیزاتو او د خلکو د درملنیزو خدماتو د محدود لاسرسي له کمښت سره مخ دی.




